۱۳۹۴ تیر ۷, یکشنبه



ټبر دې ټول راباندې ګران دی
زه ستا لپاره د وړو سلام کوومه
ټکرې د ځان پسې راکاږې
خاونده خدايه مېلمنه به د چا وينه
ټګي دې وکړه ټکه ياره
ستا دې ټګي زما دې صبر په خدای وينه
ټنګه وعده راسره وکړه
د جنکو په وعده نه شته اتبارونه
ټوپک ويشلی به خدای جوړ کړي
سترګو ويشتلی به رنځيږي مړ به شينه
ټوټې ، ټوټې په تورو راشې
د بې ننګۍ آواز دې رامشه مينه
ټوټې ټوټې درباندې زه شوم
په بخملي سينه دې نور کوي خوبونه



۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۵, سه‌شنبه

اسلام علیکم ګرانو او خوږو دوستانو 
وروسته له نن څخه به تاسی د هیڅ
ډول معلوماتو د نشتون کمی احساس 
ونکړی ځکه چی وروسته له نن څخه 
به زه ( جاوید سلطانی) په دی وبلاګ
باندی هرقسم معلوما خپروی